د چارو اداري لوی رئيس: په دولتي بستونو ګمارل شوي کسان دين او هېواد ته ژمن دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور نن شنبه ( ربيع الثاني ۲۴ مه) د امير المؤمنين حفظه الله د حکم په اساس د پوهنې وزارت د دفتر پخوانی رئيس مولوي عبدالخالق صادق د دې وزارت د کيفيت د تضمين د معين په توګه د ياد وزارت مسؤلينو او کارمندانو ته معرفي کړ.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په خپلو خبرې کې وويل؛ په اسلامي امارت د مسؤلينو ټاکنې د اهليت، امانتدارۍ او د شرعي اصولو په بنسټ کيږي او څوک چې په دولتي بستونو ټاکل کيږي؛ دين او هېواد ته ژمن خلک وي.
شيخ الحديث نور الحق انور په خپلو خبرو کې زياته کړه اسلامي امارت د يو مهم او کليدي ارګان په توګه معارف وزارت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي همدا راز وويل چې د ياد وزارت يو شمير ستونزې او مشکلات د تېرې ادارې د نه پاملرنې له امله رامنځته شوي دي او هغه خلک چې اوس په دې وزارت کې کار کوي، لوی مسؤليت ور په غاړه دی.
بل لور ته د پوهنې سرپرست وزير الحاج مولوي حبيب الله اغا د غونډې ګډونوالو څخه د ګډون د مننې ترڅنګ وويل؛ په اسلامي امارت کې ټاکنې د اړيکو او خپلوۍ پر بنياد نه مګر د اهليت او امانتدارۍ په بنياد ترسره کيږي.
نوموړي زياته کړه چې امير المؤمنين حفظه الله په صراحت سره ويلي چې په دولتي ادارو کې د خپلوۍ او اړيکو پربنسټ د ټاکنو مخه ونيسئ.
په پای کې د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين معين مولوي عبدالخالق صادق د اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري په نوموړي د کړي باور له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې په پوره توان به د اسلامی نظام او ښوونې روزنې په برخه کې د افغانانو خدمت کوي.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.