د چارو ادارې مرستیال: هغه کارکوونکي چې ښه فعالیتونه وکړي ستایل کېږي

د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني په ګډون د یاد ریاست د ودانیو، څارنې او ساتنې ریاست د کارکوونکو د ارتقا په مناسبت ستاینغونډه جوړه شوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ربیع الثانی ۲۱مه) د لويې جرګې په تالار کې برابره شوې وه، د قرآن کریم په تلاوت پیل او وروسته د ودانیو، څارنې او ساتنې ریاست رئیس وحیدا لله محمود د ارتقا موندونکو کارکوونکو اړوند معلومات شریک کړل.
د نوموړي په وینا دا ریاست ۱۴۰ تنه کارکوونکي لري چې ۵۳ تنو يي لوړو بستونو ته ارتقا کړې ده.
د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني وویل، خوښ یم چې په داسې محفل کې برخه اخلم، چې پرخپلو هڅو، زحمت او استعداد کارکوونکو ارتقا کړې، اسلامي امارت هغه کارکوونکي ستايي چې ښه فعالیتونه ترسره کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، هغوی چې نن ارتقا کړې خپلې دندې يې په ښه ډول ترسره کړې، له نورو دولتی کارکوونکو هم غواړم چې د دوی په څېر د خلکو او نظام لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.