د کابینې ۱۴مه غونډه؛ د مسلخ او د زندانونو د صنایعو شرکتونو طرحې تایید شوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۱۴مه غونډه کې د مسلخ او د زندانونو د صنایعو امارتي شرکتو طرحې او د منځنۍ بودجې مسوده تایید شول.
دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربیع الثاني ۱۹مه (لړم ۲۳مه) ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د کابینې په دې ناسته کې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلا حنفي په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي له لوري د مسلخ شرکت د فعالیت اړوند جوړه شوې طرحه او همدارنګه د نوموړي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون له لوري د زندانونو د صنایعو امارتي شرکت طرحه تایید شوې.
غونډه کې د ماليې وزارت له لوري د ۱۴۰۱لمریز مالي کال د منځنۍ (وسط) بودجې جوړه شوې مسوده هم تایید شوه او هم اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د ټرانسپورټي طرحو د پلي کېدو او څارنې څرنګوالي ارزونه ترسره او د تصمیم لپاره دي يي د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابینې په دې ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، پېښو ته د رسېدنې چارو، عامې روغتيا، ملي دفاع، پوهنې او د حج او اوقافو وزارتونو ته دنده وسپار شوه، چې د بدخشان په واخان کې نظامي کنډک ځای پر ځای، مخابراتي شبکې وصل، روغتيايي او ښوونیز مراکز او مساجد جوړ او ځايي خلکو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
همدارنګه ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولګټو، کلیو بیا رغونې او پراختیا، ماليې وزارتونو او اړوند ارګانونو په ملتیا دي بدخشان کې د ورېښمو لارې د سړک پاتې برخو جوړولو لپاره طرحه برابره او د خپلو امکاناتو په حدودو کې دې يي پلي کړي.
د کابینې دا ناسته چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.