شيخ الحديث مولوی نور الحق انور؛ غصب جرم دی، په شريعت او عرف کې بد ګڼل کيږي

شيخ الحديث مولوی نور الحق انور؛ غصب جرم دی، په شريعت او عرف کې بد ګڼل کيږي
د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کميسيون له لوري د ۱۶ ولايتونو د تخنيکي ټيمونو لپاره د منظور شوې لايحې د تشريح په اړه د ملکي خدماتو انسټيټوټ د غونډو په تالار کې سیمینار جوړ شو.
دا سیمینار چې د ياد کميسيون رئيس او غړيو يې پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شو او ورپسې ويناوالو د موضوع په اړه ويناوې وکړې.
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور چې د ياد کميسیون غړيتوب هم لري؛ په خپلو خبرو کې وویل، غصب جرم دی او دا په شريعت او عرف کې هم بد عمل ګڼل کيږي چې په ټولنه بد اغېز کوي او د بې عدالتۍ لامل کيږي.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه يوه مقرره جوړه شوې چې د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله له تائيد وروسته يې په عملي توګه فعاليت پيل کړ.
بل لور ته د عدليې وزارت سرپرست او د ياد کميسيون رئيس مولوي عبدالحکيم شرعي هم غونډې ته په خبرو کې وويل؛ دا کميسيون ۱۱ غړي لري چې په اوونۍ کې به دوه ځله د خپلو فعاليتونو په اړه خپلمنځي غونډې کوي.
د کور او ښار جوړونې سرپرست وزير او د ياد کميسيون غړي مولوی حمدالله نعماني وويل، د ځمکو غصب د هېواد يو له مهمو ستونزو څخه دی چې د افغانستان خلک او حکومت يې له امله له ستونزو سره مخ کړي، نو په همدې بنياد د ځمکو د غصب په اړه مقرره د علماء کرامو د شورا له تائيد وروسته اميرالمؤمنين حفظه الله توشيح کړه.
همدا راز سرپرست لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري او د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالولي (حاجي وارث) هم د ولايتي تخنيکي ټيمونو څخه غوښتنه وکړه چې د دولتي ځمکو د غصب په اړه فعاله ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کميسيون مقرره چې په دوه فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتيب شوې ده، د امير المؤمنين حفظه الله له لوري توشيح شوه او دا طرز العمل د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث  مولوي نورالحق انور تخنيکي ټيمونو ته تشريح کړل شو.
دا سيمينار چې نن سه شنبه ( د ربيع الثاني ۲۰مه) د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ کې جوړ شوی و، د خير په دعا سره پای ته ورسېد. ‍