د سپورت د مډال ګټونکو نومونه د تاریخ پاڼو کې ثبتېږي

نن دوشنبه د (ربیع الثاني ۲۰مه) د تکواندو، پاور لفتینگ، والیبال، بولینگ او گلف فدراسیونونو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري غونډه جوړه شوه.
د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیز چارو معاون نور محمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړ او د لوبغاړو قدرداني یې وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدلباقي منصور وویل؛ د سپورت د مډال ګټونکو نومونه د هېواد ویاړلي تاریخ پاڼو کې ثبتېږي او د دې غونډې موخه یې د فدراسیون او لوبغاړو ستونزو ته رسیدګي یاده کړه.
دې غونده کې محمد ناصر نوري، پروفیسور نجیب الله سکندر، سید احمد سروش او محمد الله کټوازي د یادو فدراسیونونو رئیس او استازو د نورو ګډونوالو په استازیتوب د هېواد د لوبغاړو د لاسته راوړنو او د ورزشي فدراسیونونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې
هغوی داسې ناستې موثره وګڼلې او ځینو ستونزو ته یې په اشاره په مرکز او ولایتونو کې د ورزشي ځایونو نشتوالی او د لوبغاړو د معاشونو لږوالی په ګوته کړ او دې ستونزو ته یې د رسیدګۍ غوښټنه وکړه.
ښاغلي منصور ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې شي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.