25 غویی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس کابل کې د ترکیې مقیم سفیر سره خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود او کابل کې د ترکیې مقیم سفیر اوزان ارطغرل نن له ماسپښین وروسته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې پر ګډو هڅو خبرې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د حکومت هڅې او د دې ویروس د خپرېدو مخنیوي کې د افغانستان د شریکانو پر همکاریو بحث وکړ.