د دولتي مطبعو د لا ښه فعالیت په موخه ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د ماليې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو له استازو سره د دولتي مطبعو د فعالیتونو د لا ښه کېدو اړوند جلسه وکړه.
دغه ناسته چې نن دوشنبه (ربيع الثاني ۱۹ مه) د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، پکې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د ماليې وزارت د صکوکو مطبعې او اطلاعات او کلتور وزارت د ازادۍ مطبعې له مسؤلينو سره د دولتي اسنادو د چاپ په اړه بحث وکړ.
د ماليې وزارت د صکوکو مطبعې شرکت رئيس مولوي محمد نسيم همدرد وويل چې ډېر امکانات په لاس کې لري او وړتيا لري چې ډېری هغه اسناد او چاپي توکي چې تر دې وړاندې له هېواده بهر چاپېدل، په کور دننه هم په معياري توګه چاپ شي.
په وینا يي ټول هغه چاپي مواد چې صکوکو مطبعه کې چاپېدلی شي، اړتيا نشته چې له هيواده بهر د چاپ لپاره ولېږل شي او دا بايد په افغانستان کې چاپ کړل شي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ازادۍ مطبعې د پلان مدير ښاغلي محمد صابر سخا هم وويل چې ازادۍ مطبعه د ډېرو چاپي توکو د چاپ وړتيا لري او کولی شي چې ګڼ شمېر هغه توکي چې له هيواده بهر چاپيږي، د هيواد په داخل کې په معياري توګه چاپ کړي.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور ګډونوالو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، د دولتي اسنادو د محرم پاتې کېدو لپاره، لازمه ده چې د دولتي مطبعو څخه استفاده وشي.
همدا راز ښاغلي منصور وويل چې ياده موضوع به له هر اړخيزې څېړنې ورورسته د رياست الوزراء له عالي مقام سره شريکه کړي.
دا غونډه د هېواد او نظام د پرمختګ او بقا په دعا سره پای ته ورسېده.