د ټرانسپورټي شرکتونو استازو او ټرانسپورټ وزارت مسوولينو سره بېلابېلې غونډې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د ریاست الوزراء د دفتر رئيس، د چارو ادارې او عدليې وزارت مرستيالانو د ټرانسپورټ د خصوصي شرکتونو او ټرانسپورټ وزارت مسوولينو سره بېلابېلې غونډې وکړې او د ټرانسپورټ په برخه کې يې د ستونزو په حل بحث وکړ.
دغه غونډې چې نن د یکشنبې په ورځ د ربيع الثاني په ۱۸ مه نېټه په بېلابېلو وختونو کې جوړې شوې وې، پکې د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ستونزې د ټرانسپورټ وزارت له مسوولينو سره شریکې شوې او د حل په اړه یې تفصيلي بحث وشو.
په لومړۍ ناسته کې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع عزام، د چارو ادارې د پاليسۍ او څارنې معاون مولوي سيف الدين تائب او د عدليې وزارت مرستيال شيخ الحديث مولوي عبدالکریم ته د ټرانسپورټي شرکتونو استازو خپلې ستونزې وړاندې کړې.
د ټرانسپورټي شرکتونو ستونزو له اورېدو وروسته په بله ناسته کې ياد پلاوي د ټرانسپورټ وزارت مسوولينو او د هيواد د بېلابېلو زونونو د ټرانسپورټ وزارت استازو سره د ټرانسپورټي شرکتونو ستونزې شريکې کړې او هغوی ته يې د ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.
همدا راز په ناسته کې د ټرانسپورټ وزارت مسوولينو د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د وزارت جوړې شوې طرحې په عملي کولو ټينګار وکړ او ټرانسپورټي شرکتونه يې د وزارت د ټرانسپورټي اصولو د عملي کولو مسوول وګڼل.
په غونډه کې د هېواد د ټرانسپورټي سيستم د معياري او تنظيم په اړه هم بحث او پريزنټيشن وړاندې شو او د ياد وزارت مسؤلينو وويل چې د هيواد د ټرانسپورټي سيستم د معياري کولو لپاره اړينه ده چې د ټرانسپورټ وزارت طرحه تطبيق شي ترڅو د ترافيکي ګډوډيو مخه ونيول شي.
په غونډو کې د يادو ستونزو د حل په اړه د ټولو لوريو څخه د يوې کميټې په جوړولو او په دې اړه د نورو ناستو او مجلسونو په جوړولو موافقه وشوه او په دې اړه او يو شمير نورې پريکړې وشوې.

د ترانسپورت د ستونزو د حل په اړه دا تفصيلي غونډه د هيواد او نظام ته د خير په دعا سره پای ته ورسېده.