په ولاياتو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو ارزونه کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه شنبه (د ربيع الثاني په ۱۷ مه ) د دې ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه، پکې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د تېرو پرېکړو په تعقيب د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو د ارزونې په موخه ولايتونو ته د چارو ادارې د پلاويو پر سفرونو بحث وشو.
په دې غونډه کې بېلابيلو ولايتونو ته د څېړنو او ارزونو په موخه بېلابېل پلاوي وټاکل شول.
پر دې سربېره پر يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو هم بحث وشو او په پای کې یاده غونډه هيواد، ولس او د نظام د پرمختګ او بقا په دعا سره پای ته ورسېده.