د چارو ادارې مرستیال: د ولایتي کارکوونکو وړتیا لوړولو ته ډېره توجه پکار ده

د چاور ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني نن پنجشنبه ( د ربيع الثاني ۱۵ مه) د ملکي خدمتونو انسټيټوټ کې د ملکي خدماتو او قوانينو او مقدماتي رهبرۍ روزنيز پروګرام په پای غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د ملکي خدماتو انسټيټوټ رئيس مولوي عبدالرحيم احسان د موضوع په اړه وویل، په دې دوره کې د اداري اصلاحاتو ۲۳ تنو ولايتي امرينو ته روزنه ورکړل شوه او تصديق ليکونه يې ترلاسه کړل.
د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني، فارغ شويو کارمندانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، اوس زيات امکانات په لاس کې لرئ او لازمه ده چې له دې فرصت نه په استفاده د اسلامي نظام د خدمت لپاره په ښه توګه استفاده وکړئ او د ولايتي کارمندانو کاري وړتيا لوړولو ته ښه پاملرنه وکړئ.
ښاغلي حقاني هيله څرګنده کړه چې دا روزنيز پروګرامونه به د نظام په استحکام او پياوړتيا کې مؤثر ثابت شي.
د فارغ شويو کارمندانو په استازيتوب مولوي مطيع الله طلحه د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رياست څخه د دا ډول روزنيزو پروګرامونو د جوړولو مننه وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چې په ياد رزونيز پروګرام کې د ترلاسه شويو وړتياوو څخه به په خپلو اداري چارو کې ښه استفاده وکړي.
دغه غونډه چې د ملکي خدماتو په انسټيټوټ کې جوړه شوې وه، ۲۳ تنو فارغو کارمندانو ته د تصديق ليکونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېده.