د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د بادغیس له قومي مخورو سره وکتل

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور د بادغیس ولایت له مشرانو، متنفذینو او قومي مخورو سره د دې ریاست په مقر کې د دوی د ستونزو د اورېدو په موخه وکتل.
د قرآن کریم تلاوت او مقدماتي خبرو پسې، د ګډونوالو په استازیتوب حاجي سعدالدین له مننې او د اسلامي نظام له ستاینې وروسته د یاد ولایت ځينې ستونزې شریکې کړي.
د نوموړي په خبره د برښنا توزیع، د بندونو جوړېدل، د بادغیس پستې ته د نړۍوال بازار برابرېدل او د هغو د ولسوالیو رسمي کېدل چې تر فتحې وړاندې له اسلامي امارت سره رسمي وي؛ د دې ګډونوالو عمده غوښتنې دي.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د جلسې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ په یادو شویو غوښتنو کې د همکارۍ ژمنه ورکړه.
د نوموړي په وینا په ځینو نورو لایتونو کې هم د ولسوالیو د رسمیت اړوند ستونزې شته، خو د اصولي چارو له پوره کېدو وروسته به يي په اړه اقدامات کېږي.
د چارو ادارې لوی رییس وویل د حکومت مسئولین د خلکو خدمتګاران دي او تاسو کولای شئ هر وخت خپلې ستونزې ورسره شریکې کړئ.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ربیع الثاني ۱۳مه) ترسره شوه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.