د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د صحي محصولاتو او درمل جوړولو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د صحي محصولاتو او د درملو جوړولو اتحادیې د ستونزو اړوند، د یادې اتحاديې له غړو سره نن سه شنبه (ربیع الثاني ۱۳مه) غونډه وکړه.
د قرآن کریم له تلاوت وروسته د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نور محمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دې غونډه موخه د صحي محصولاتو او د درملو د صنعت د اتحادیې ستونزو ته رسیدګي یاده کړه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوی عبدالباقي منصور وویل، د روغتیا سکتور د دولت لپاره مهم دی، له همدې امله مو عزم او هڅه دا ده، چې د درملو له داخلي تولیدونکو سره په همکارۍ مو ناروغانو ته اساسي خدمات وړاندې کړي وي.
د یادې اتحاديې رئيس احمد سعيد شمس او غړو يي نوراغا احدي او سید عبدالقوي سادات؛ د ډاکټرانو له غوښتنې سره سم د جواز لرونکو درملو په نوملړ کې محدوديت او هېواد ته د ځينو طبي توکو قاچاق د دې اتحادیې تر ټولو جدي ستونزې یاد کړې.
په پای کې ښاغلي منصور ډاډ ورکړ چې یادې شوې ستونزې يي ورسره یادښت کړې او د حل په موخه به یې دافغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.