د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د عامه ساتنې د ملي تصدۍ عمومي ریاست په استازیتوب په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د ۱۲ قلمو د اغوستلو او نه اغوستلو البسوي عینیاتو پروژه کې، ګدون او د شرطنامې سافت دې د چارو ادارې لوی ریاست له ویبسايت څخه ترلاسه او خپل آفرونه دې د شرطنامې او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې مطابق په تړلي شکل د اعلان له نېټې وروسته د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې د ۵مې نېټې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. له وخته وروسته او انټرنټي افرونه د اعتبار وړ ندي.
پروژه: د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د اغوستلو او نه اغوستلو د ۱۲ قلمو عینیاتو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/NPPF/1401/G-08/NC
له داوطلبۍ مخکې غونډه : د سهار ۱۰:۰۰ بجې د ۱۴۰۱ کال د لړم ۲۸مه
د افر پرانیستې غونډه: د سهار ۱۰:۰۰ بجې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ ۵مه
برېښنالیک:: npd.planning@aop.gov.af | noorullah.naiel@aop.gov.af او planningnpa@gmail.com
اړیکې شمېره:۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
د افرونو د تسلیمۍ لپاره ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: هغه داوطلبان چې شرطنامه ترلاسه کوي خپل معلومات دې د شرطنامې د تعدیلاتو څخه پر وخت د خبرېدو لپاره د اړتیا په صورت کې پورته ایمیل ادرسونو ته راولېږي.