د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

 

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د ربيع الثاني په ۱۰ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

 

دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د چاور ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه.

 

په دې اداري غونډه کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې په کې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

 

په دې غونډه کې د چارو ادارې د کارمندانو د حاضرۍ په سيستم او همدا راز په دروازو کې د تالاشۍ د نظم او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

 

د چارو ادارې دا اوونيزه غونډه، هيواد، ولس او د نظام پرمختګ او بقا ته په دعا سره پای ته ورسېده.