د چارو ادارې لوی رئیس: په اسلامي حکومت کې، د استخدام روڼتیا یو اصل دی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د لسګونو بستونو لپاره د ازموینې په مناسبت غونډه، نن شنبه (ربیع الثانی ۳مه) د چارو ادارې اړوند، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په تالار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل، خوښ یم چې په داسې مراسمو کې برخه اخلم، چې په پایله کې يې لایق او وړ اشخاص ټاکل کېږي.
نوموړي د ازموینې د پروسې پر شفافیت ټینګار وکړ او په وینا يي په اسلامي نظام کې د استخدام په برخه کې روڼتیا یو اصل دی.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه، کله چې یو څوک د یو نظام کارمند جوړېږي، باید شرعي او اداري ځانګړتیاوې ولري، چې وکولی شي د اړونده ادارې مقاصد په ښه ډول لاسته راوړي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل، دې ته ژمن دي چې د دې وزارت خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې په مسلکي او وړ کسانو ډک کړي.
په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفی هم خبرې وکړې او په وینا يي په اسلامي نظام کې د قومیت، نژاد او جنسیت له توپیر پرته هر څوک د شرعي اصولو په چوکاټ کې د خدمت مصدر کېدلی شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله هم د ازموینې د پروسې پر روڼتیا تینګار وکړ او په وینا يي هیچاته به د مداخلې حق ور نه کړي.
دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.