د چارو ادارې اونیزه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه، نن شنبه (ربیع الثاني ۳مه) د یاد ریاست پالیسۍ او څارنې معاون سیف الدین تائب په مشرۍ وشوه.
غونډه کې چې د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني هم ګډون درلود، د قرآن کریم له تلاوت وروسته مقدماتي خبرې وشوې.
ښاغلي تائب د ناستې ګډونوالو ته اصلاحي خبرې وکړې او وروسته د اجنډا په تړاو بحث پیل شو.
د تېرې غونډې پر موضوعاتو له لنډ بحث وروسته د چارو ادارې لوی ریاست په محوطه کې د مسجد جوړولو اړوند نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې د مطبوعاتو ریاست له لوري د جلساتو د لا ښې همغږۍ په موخه د یو اپلیکېشن اړوند تیار کړی پریزنټشن هم وړاندې شو، چې په اړه يي ګډونوالو نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د اسنادو او اړیکو ریاست اړوند د عرایضو معاونیت او همدارنګه د ځینو نورو برخو د کارکوونکو د ستونزو اړوند بحث وشو او لازم تصامیم ونیول شول.
یاده جلسه د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.