د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د چارو ادارې د ټرانسپورټ او تخنيک رياست د وسايطو د ټايرونو د تدارک قرارداد د صديق احمدي لميټډ تجارتي شرکت چې د کابل ښار قوای مرکز سيمه کې موقعيت لري؛ د (1,377,400) ( يو ميليون درې سوه اوه اويا زره څلور سوه)افغانيو په ارزښت ورکړي.
هر هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولی شي چې خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په ليکلې بڼه په دلايلو سره د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې مطابق د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
پروژه: د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست د وسايطو د ټايرونو د قرارداد تدارک
يادونه: دا خبرتيا د قرارداد د بشپړېدو په معنا نه ده مګر د پورته ذکر شوې نېټې او د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته سرته رسيږي.
تشخيصيه نمبر: AOP/G/002/ 1401/NCB
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست، د معدن پخوانی تعمير.