د کابینې ۱۲مه غونډه؛ د جهادي ارزښتونو د ساتنې برابره شوې کړنلار څېړل کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په دوولسمه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلار د لا ښه والي په موخه باید د اړوندو او فني اشخاصو په ملتیا وڅېړل شي او د تصمیم لپاره کابینې ته وړاندې کړل شي.
دا ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزرا‌ء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربیع الاول په اته ویشتمه (د لړم ۲مه) ترسره شوه، د قرآن کریم په تلاوت پیل او له مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د ماليې وزارت په ملتيا له هغو امارتي ارګانونو سره چې د دوهمې ربعې په غير مالياتي عوائدو کې کسر لري، د ټاکل شويو موخو او د ترلاسه شويو عوائدو ترمنځ د نسبت د ارزونې په موخه غونډې ترسره او بشپړ راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د کور او ښار جوړولو وزارت او د افغانستان کرکټ بورډ ته د کابل ښار په الوخېلو سیمه کې د کرکټ نړۍوال لوبغالي د ځمکې اړوند موضوع د ارزونې دنده وسپارل شوه، چې پایله به يې د کابینې په غونډه کې شریکه کړي.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د سمتي سیمې د زرو (طلا) کان د کیندنې د څرنګوالي په اړه د څېړنې دنده وسپارل شوه، چې پایله يې باید د کابینې په ناسته کې شریکه کړل شي.
د روان هجري قمري کال د کابینې دا دوولسمه ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.