خبرتيا

خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د چارو ادارې د خدماتو رياست لپاره د خوراکي او مشروبي توکو د تدارک قراداد د سويفټ اسيا لوجيستکي او خدمتي شرکت چې د کابل ښار شپږمې ناحيې د لسمې کارتې په سرک موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ D-39588 شميره جواز هم لري د (2,560,412)دوه ميليونه پنځه سوه شپېته زره څلور سوه دولس افغانيو په ارزښت ورکړي.
هر هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولی شي چې خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په ليکلې بڼه په دلايلو سره د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې مطابق د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
يادونه: دا خبرتيا د قرارداد د بشپړېدو په معنا نه ده مګر د پورته ذکر شوې نېټې او د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته سرته رسيږي.
پروژه:
د خدماتو رياست د اړتيا وړ د خوراکي او مشروبي توکو د تدارکاتو قرارداد
تشخيصيه نمبر: AOP/G/012/1401/NCB
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست، د معدن پخوانی تعمير.
يادونه: اعتراض په ليکلي بڼه او د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې مطابق د منلو وړ دی.