د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت کې د هيواد د هر وګړي حق خوندي دی

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن سه شنبه (د ربيع الاول په ۲۹ مه) د سپورټي فدراسيونونو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدلې.
دغه ناسته چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري د سپورټي فدراسيونونو استازو ته هرکلی ووايه او د خپلو فعاليتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
په دغه غونډه کې د سپورټي فدراسيونونو په استازيتوب هدايت الله مهمند، نورالهدی شېرزاد او عجب نور سيار خبرې وکړې او د سپورټ په برخه کې يې خپلې لاسته راوړنې او ستونزې شريکې کړې.
دوی پخپلو خبرو کې له اسلامي امارت څخه د مننې تر څنګ يې د ملي وزشکارانو د معاشونو کموالي، نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره د پاسپورټ او ويزو نشتوالي او د مالياتو برخه کې د ځينو نیوکو اړوند خبرې وکړې.
بل لور ته د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وویل، له دا ډول ناستو څخه يې هدف د وزرشکارانو ستونزې اورېدل او حل لاره ورته لټول دي.
ښاغلي منصور وويل، د اسلامي امارت مسؤلين شپه او ورځ د هيواد د اتباعو حقوقو لپاره کار کوي او په اسلامي نظام کې د هر هيوادوال حقوق خوندي دي.
هغه زياته کړه چې د ورزشکارانو ستونزې يې هم ياداشت کړې دي او د حل په اړه به يې اقدامات وکړي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.