د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت کې په کارپوه او مخلصو کسانو ته مسؤليت سپارل کيږي
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور د کابل ولايت نوي والي د پېژندنې غونډه کې وويل چې اسلامي امارت کې په کار پوه، مخلصو او مطيع کسانو ته مسووليت ورسپارل کيږي.
د چارو ادارې لوی رئیس نن د یکشنبې په ورځ «د ربيع الاول په ۲۷ مه» د کابل ولايت په مقام کې د دې ولايت د نوي والي ښاغلي ملا محمد عيسی اخند په پېژندنې غونډه کې وويل چې اسلامي امارت کې ټاکنې د شريعت مطابق کيږي او د حمد وثنا په ويلو يې زياته کړه چې د يو داسې دين پيروان يو چې له کوره تر حکومته د ژوند په ټولو چارو احتوا لري.
شيخ الحديث نورالحق انور وويل چې ولس د اسلامي امارت په مسؤلينو باور کړی دی او تر دې وړاندې نړۍ د اسلامي امارت د مسوولينو پر سر لکونه ډالر انعام ايښی و، خو دې ولس خرڅ نه کړل، اعتماد يې پرې وکړ او خپلو کورونو کې يې ځای ورکړ.
غونډې ته په وينا کې د کابل ولايت نوي والي ملا محمد عيسی اخند وويل چې دا ملت له څلوېښت کلونو ځوریږي، د نړۍ زبرځواکونو پرې زور ازمایلی، خو دوی یې په میړانه مقابله کړې ده.
هغه وويل چې د هيوادوالو خدمت زموږ مسؤلیت دی، موږ به په خپل پوره توان او هڅو د دوی د ښه خدمت هڅې کوو او د کابل ولسونو څخه يې وغوښتل چې په دې لوی مسووليت کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
په دغه پېژند غونډه کې د کابل پخواني والي شيخ الحديث ندامحمد نديم پخپلو خبرو کې د کابل خلکو ته ډاډ ورکړ چې نوی والي به یې ښه خدمت وکړي.
ښاغلي نديم نوي والي ته په اشارې وويل چې تر اوسه يې د افغانستان لپاره لوی مسؤلیتونه تر سره کړي دي او په وينا يې چې زياته کاري تجربه لري، چې د کابل د خلکو لپاره به ډېر کار وکړی شي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.