د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د ربيع الاول په ۲۶ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د چاور ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه
په دې اداري غونډه کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې په کې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې
په غونډه کې د تېرو غونډو په تعقيب پرېکړه وشوه چې د ځينو دولتي ادارو، کميسيونونو او وزارتونو د برخليک او همدا راز د چارو ادارې د وسايطو چې له فتحې وروسته له موټر چلوونکو څخه تسليم شوي؛ په اړه يې بحث وشو.
همدا راز د چارو ادارې د جومات د توسيع او پراختيا په اړه هم بحث وشو او د جومات د پراختيا په اړه د حفظ او مراقبت رياست ته دنده وسپارل شوه تر څو د جومات د پراختيا لپاره موقعيت انتخاب کړي او همدا راز په داخل کې د يو لوی جومات د جوړېدو په اړه هم بحث وشو.
د چارو ادارې دا اوونيزه غونډه، هيواد، ولس او د نظام پرمختګ او بقا ته په دعا سره پای ته ورسېده.