د چارو ادارې لوی رئیس: د لوړو زدکړو وزارت د نظام او هيواد په سطحه يوه مهمه اداره ده
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزير شيخ الحديث ندا محمد نديم په پېژندغونډه کې وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د نظام او هيواد په سطحه يوه مهم ارګان دی او د لکونو ځوانانو تحصیلي برخليک ددې وزارت په لاس کې دی او دا لوی مسووليت دی.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپلو خبرو کې عزل او ټاکنه د اسلامي امارت يو اصل وباله او زياته يې کړه چې موږ په وياړ دا وايو چې د اسلامي امارت ټاکنې شفافې او مسلکي دي.
هغه وويل چې تر دې وړاندې به ټاکنې په بهرنيو فرمايشونو کېدې، زياتو به دوه تابعيتونه درلودل او په وينا يې دلته چې د ادارې په سر کې څوک و، هغوی لا پخوا د افغانستان تابعيت پريښی و.
دا غونډه چې نن د شنبې په ورځ «د ربيع الاول په ۲۶ مه نېټه» د لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رئیس سربیره يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې وويل چې موږ بايد هڅه وکړو چې د لوړو زده کړو بهير معياري کړو او په دې برخه ډېر کار وکړو.
ښاغلي حنفي وويل؛ اړتيا ده چې له نورو تحصيلي برخو سربېره د ساينس، ټکنالوژۍ او زراعت په برخه کې ډېر کار وشي او زموږ د پوهنتونونو استادانو ته په کور دننه د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو لپاره زمينه برابره شي.
غونډې ته په وينا کې د لوړو زده کړو پخواني وزير شيخ الحديث مولوي عبدالباقي حقاني د خپل ماموريت پر مهال د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او نوي سرپرست وزير ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي حقاني وويل چې د لوړو زدکړو وزارت کې يې وړ او مسلکي خلک ګومارلي دي، د نصاب په برخه کې يې ډېر کار کړی او همداراز يې د هېواد په ۱۸ پوهنتونونو کې د شرعياتو پوهنځي نوي ايجاد کړل.
نوموړي وويل چې عالي تحصيلات د هيواد د هیلو او امیدونو کور دی او په وينا يې څومره چې عالي تحصيلات معياري وي، په همغه اندازه به مو هيواد مترقي او سيال وي.
همداراز په غونډه کې د لوړو زدکړو سرپرست وزير شيخ الحديث ندامحمد نديم وويل چې نوی ورسپارل شوی مسووليت به د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرمخ وړي، د هيواد د لوړو زدکړو د پرمختګ لپاره به کار کوي او په دې برخه کې به شته ستونزې هواروي.
ښاغلي نديم وويل چې له تبعيض پرته به د لوړو زده کړو په برخه کې کار وکړي او د تير شاوخوا يو کلن پرمختګ په تعقيب به وړاندې مزل کوي.
دا غونډه د مرکزي پوهنتونونو د اتحاديې له لوري د لوړو زده کړو د معين ښاغلي لطف الله خيرخوا په لاس د لوړو زده کړو پخواني وزير شيخ الحديث مولوي عبدالباقي حقاني ته د ستاينليک په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېده.