د چارو ادارې د اداري پروسو د ساده کولو پروسې د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو ادارې او ددې ادارې د مالي او اداري معاونیت د استازو تر منځ د شنبې په ورځ «د ربيع الاول په ۲۶ مه نېټه» د اداري پروسو د ساده کولو د همغږۍ په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د اداري پروسو د ساده کولو پروسې رئيس بريالي ابدالي خبرې وکړې او د اداري پروسو ساده کولو لپاره د یوې کمیټې جوړول يې ددې ادارې د مشرتابه د غوښتنې پر بنست وبلل.
له هغه وروسته د بېلابېلو ریاستونو استازو د اداري پروسو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اداري پروسو ساده کولو کمیټې فعالیت یې د اداري ستونزو د حل په اړه اغیزناک ياد کړل.
په پای کې پریکړه وشوه چې د غونډې ګډونوال دې د اداري پروسو د وضعیت د څېړلو او د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه خپل راپور او پلان ترتیب او په راتلونکې غونډه کې دې وړاندې کړي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.