د فرهنگي او ټولنيزو چارو رئيس د درملو د تولید فابريکو له استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د افغانستان د درملو د تولید فابریکو اتحاديې له استازو سره وليدل او په اړوند موضوعاتو يي بحث وکړ. ‌
دا غونډه چې نن پنجشنبه (د ربيع الاول په ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت سره پيل او وروسته د اجنډا په اړه ښاغلي عبدالباقي منصور معلومات وړاندې کړل.
ور پسې د افغانستان د درملو د تولید فابریکو د اتحاديې رئيس ډاکټر احمد سعيد شمس خبرې وکړې او په کور دننه يې د درملو د توليد د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او له حکومته يې د ستونزو د حل په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز په ناسته کې د دې اتحاديې نورو استازو هم خبرې وکړې او ويې ويل، په کور دننه د درملو فابريکې دا وړتيا لري چې د افغانستان لپاره له خپلو توليداتو يوه زياته اندازه اړتيا پوره کړي، خو په دې برخه کې يې د ځان بسياينې په موخه له حکومت څخه د ځينو ستونزو د حل لپاره مرسته او همکاري وغوښته.
دغې ناستې ته د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل، افغانستان د روغتيا په برخه کې ډېر کار ته اړتيا لري او روغتيا د ټول ملت اړتيا ده چې بايد په ښه توګه کار ورته وشي.
ښاغلي منصور د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او په وینا يې ګام په ګام به ستونزې حل کړل شي.
دا غونډه د هيواد د پرمختګ او خير په دعا سره پای ته ورسېده.