د درېو پروژو د قرارداونو د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې له مخې، د چارو ادارې لوی ریاست د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست لخوا د تدارکاتو درې پروژې د صدیق احمدي تجارتي شرکت ته چې د کابل ښار په قوای مرکز کې واقع دی او د جواز شمېره يې 0101020448 ده، د صنعت او تجارت وزارت له لوري وسپارل شي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولای شي چې ددې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پروژې:
د موټرو د تيلو، فلټرونو او موټرو د رنګ پروژه
ټول قېمت: 6138200 (شپږ ميليونه، يو سل اتيا زره دوه سوه افغانۍ)
د وسايطو د ماشين الاتو پروژه:
ټول قېمت: 5269000( پنځه ميليونه، دوه سوه نهه شپېته زره افغانۍ)
د وسايطو د پرزه جاتو پروژه
ټول قيمت:8961593.40( اته ميليونه، نهه سوه يو شپېته زره پنځه درې نوي اعشاريه څلوېښت افغانۍ)
يادونه: دا خبرتيا د قرارداد د بشپړېدو په معنا نه ده مګر د پورته ذکر شوې نېټې او د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته سرته رسيږي.