د چارو ادارې لوی رئيس؛ د ملي تدارکاتو پر قانون دې بيا کتنه وشي

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د دې ادارې د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو سره په ناسته کې وويل چې د یاد ریاست د قانون په اړه دې بيا کتنه وشي او پکې شته پيچلتياوې دي حل کړل شي.
دغه ناسته چې نن چهارشنبه (د ربيع الاول ۲۳مه) د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ معين مولوي سيف الدين تائب او د ملي تدارکاتو رياست مسؤلینو هم برخه اخيستې وه.
په غونډه کې لومړی د ملي تدارکاتو رياست له لوري د پرېزنټيشن په بڼه د دې رياست د جوړښت، دندو، موخو، مسؤليتونو او شاليد په اړه معلومات وړاندې شول او له هغې وروسته يي د قانون په اړه بحث وشو.
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې د اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم په اساس دې د ملي تدارکاتو په قانون بيا کتنه وشي او پکې دې شته پيچلتياوې په نښه او د حل په اړه دي يي اقدامات وشي، ترڅو د تدارکاتو چارې په شفاف ډول پرمخ لاړې شي.
همدا راز په دې اړه د دا ډول نورو ناستو ژمنه وشوه تر څو د ملي تدارکاتو په طرزالعمل کې شته پيچلتياوو او ستونزو ته د حل لاره ولټول شي.
د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره چې په ۱۳۹۳ لمريز کال د يوې ځانګړې ادارې په توګه ايجاد شوې، د هيواد د تدارکاتي موضوعاتو اړوند چارې پرمخ بيايي.
دا غونډه هيواد، ولس او اسلامي نظام ته د خير په دعا سره پای ته ورسېده.