د کابینې ۱۱مه غونډه؛ د ځان‌بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه څېړل کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د روان کال په یوولسمه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه وڅېړل شي.
په همدې هدف د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د مالیې، اقتصاد، د اوبو او نرژۍ وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې یاده طرحه په هر اړخیز ډول وڅېړي، د کرنې د پراختیا په موخه اوږد‌ مهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي او له کابینې سره يې شریک کړي.
دا غونډه چې د ښاغلي ر‎ئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د روانې قمري میاشتې په ۲۱مه (د تلې ۲۵مه) ترسره شوه، د قرآن کریم په تلاوت پیل او له مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست وزیر مولوی حمدالله نعماني په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د شیخ زاید (اماراتو) ښارګوټي د کورونو د مالکانو د بیعو یا په قسطونو کې د تخفیف پر غوښتنو بحث وکړي.
په مرکز او ولایاتو کې د نیول شويو توکو د څېړلو دنده د مخدره توکو اړوند محکمې ته او د سړو خونو د شمېر او فعالیت اروزنې دنده د اقتصاد وزارت ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته هم د «بوستان سبز» فابریکې د فعالیتونو اروزنې دنده وسپارل شوه چې پایلې به يې د کابینې ناسته کې شریکې کړي.
دا اونیزه ناسته چې هره دوشنبه ترسره کېږي، په دعا پای ته ورسیده.