د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت په هر حال کې د خلکو ستونزو ته رسيدګي کوي

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نور الحق انور د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اوونۍ د پيل په غونډه کې وويل، اسلامي امارت په هر حال کې د خپلو هيوادوالو ستونزو ته رسيدګي کوي او دا خپل مسؤليت ګڼي.
دا غونډه چې د دې ټولنې د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د يو شمير هيوادونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو استازو سر بيره ګڼ شمير دولتي مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.
غونډې ته په وينا کې شيخ الحديث نور الحق انور وويل چې د نړۍ له لوري پر افغانستان د لګېدلو اقتصادي او سياسي بنديزونو سره سره بيا هم اسلامي امارت د خپلو خلکو ستونزو ته رسېدګي کړې ده او لا هم دا مسؤليت په ښه توګه اداء کوي.
شيخ الحديث نور الحق انور زياته کړه چې د اسلامي امارت مسؤلين په خپلو خلکو مهربانه دي، اوس دلته خپل خلک د پرديو لپاره نه قرباني کيږي او نه هم دلته د پرديو فرمايشونه منل کيږي.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې افغانستان هغه هيواد دی چې خلک يې د تېرو څو لسيزو جګړو د زيانونو سربېره د سږکال ورښتونو، سيلابونو او زلزلو له امله هم ډېر زيانمن شوي دي او پر دې سربېره د نړۍ اقتصادي، سياسي او نور مشکلات هغه څه دي چې افغانستان يې له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان کړی دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د افغاني سرې مياشتې په ملاتړ د ا.ا.ا د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند پيغام هم ولوست چې پکې يې له دې ټولنې ملاتړ اعلان کړی و او له خلکو يې غوښتي چې له ورسره همکاري وکړي ترڅو افغانانو ته په ښه توګه خپل خدمات وړاندې کړي.
بل لور ته غونډې ته د افغاني سرې مياشتې لوی رئيس مولوي مطيع الحق خالص په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې په فعاليتونو، ستونزو، ننګونو او پرمختګونو خبرې وکړې او له دولتي مامورينو يې وغوښتل چې د خپل مياشتني معاش د يوې ورځې معاش دې افغاني سرې مياشتې ته د مرستې په توګه ورکړي.
بايد وویل شي چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه چې شاوخوا ۸۰ کاله وړاندې تاسيس شوې ده، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې په روغتيايي، فقر له منځه وړلو، کونډو يتيمانو او په ځانګړې توګه د زړه په رنځ اخته ماشومانو د تداوۍ فعاليتونه ترسره کوي او روانه اوونۍ يي د ځانګړې اوونۍ په نامه د مرستندویه هڅو او تبلیغاتو لپاره ځانګړې شوې ده.
دغې غونډې ته د بهرنيو خيريه ټولنو استازو هم خبرې وکړې او افغاني سرې مياشتې سره يې په بيلابيلو برخو کې د خپلې همکارۍ وعده وکړه.