په څلورو ولایتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه دایر شول

د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ظرفیت لوړولو بېلابېل پروګرامونه دایر شول.
په فراه، فاریاب، بلخ او نورستان ولایتونو کې ۲۸۲ تنو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په دې روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړ، چې پکې د وزارتونو او دولتي ادارو د دویمو واحدونو رئیسانو هم برخه اخیستې وه.
په یادو پروګرامونو کې د تقنیني اسنادو د پوهاوي، اداري مکتوبونو د لیکلو، اداري مراسلاتو لارښود او د کړنو د اجراتو د ارزونې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.
د یادو پروګرامونو برخه والو، چې په دې وروستیو کې د ولایتونو په دویمو واحدونو کې پر دندو ګومارل شوي دي، د داډول نورو پروګرامونو په جوړولو ټینګار وکړ.