د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د ربيع الاول په ۱۹ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د چاور ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه.

په دې اداري غونډه کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې پکې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د کارمندانو د توظيف په اړه د فرهنګي رياست، حقوقو رياست او بر رسي منازل رياست څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړوند معلومات راټول او طرحه جوړه کړي.

همدا راز د چارو ادارې د دفتر رئیس قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د سکتوري رياستونو له لوري د مکتوبونو د څېړنې پر طرزالعمل بيا کتنه وکړي او نيمګړتياوې يې په نښه او اصلاحات پکې راولي.
په غونډه کې د چارو ادارې د ای ټي سرور روم لپاره د مناسب ځای او امکاناتو او همد راز د قرار دادونو د تصفيې په اړه هم بحث وشو.
د چارو ادارې لوی رياست په دې اوونيزه غونډه کې ددې ادارې د رياستونو او جانبي واحدونو لپاره د خوراکي، مصرفي او تنظيفي توکو د نورم په اړه هم بحث وشو.
د چارو ادارې دا اوونيزه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.