د عامه او خصوصي مشارکت په اړه د دريو ادارو کارپوهانو ته پريزنټيشن وړاندې شو

 

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې د اسانتيا رياست کارپوهانو د عامه او خصوصي مشارکت په اړه د دريو دولتي ادارو کارپوهانو ته پريزنټيشن وړاندې کړ.

دغه ناسته چې نن د پنجشنبې په ورځ د ربيع الاول په ۱۷ مه جوړه شوې وه، پيل یي د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ معاون مولوي سيف الدين تائب پخپلو خبرو کې د عامه او خصوصي مشارکت د اهميت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي تائب وويل چې د چارو ادارې کارپوهان له دولتي ادارو سره د تخنيکي او ظرفيت لوړونې په برخو کې کار کوي او دا بهير اوس مهال په څو دولتي ادارو کې دوام لري او زياته يې کړه چې د ياد رياست کارپوهان له دولتي ادارو سره په ظرفيت لوړونې او تخنيکي برخو کې همکارۍ چمتو دي.

بل لور ته د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا رياست د کارپوهانو له لوري ترتيب شوی پريزنټيشن د اوبو او انرژۍ، روغتيا وزارت او کابل ښاروالۍ استازو ته تشريح شو او له يادو دولتي ادارو سره د عامه او خصوصي مشارکت په اړه بحث وشو.

د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې د اسانتيا رياست په هېواد کې د پانګه اچونې د اسانتياوو رامنځته کولو او له خصوصي سکتور سره د مرستې او چارو لا ښه والي لپاره د عامه او خصوصي مشارکت په توسل رامنځته شوی دی.

دغه مجلس د خير په دعا سره پای ته ورسېد.