د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام معین معرفي شو

نن چهار شنبه د ربیع الاول ۱۶مه شیخ عزیزالرحمن "منصور" چې د عالیقدر امیر المؤمنین "حفظه الله" د ۵۹۱ شمېرې حکم پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام معین په توګه ټاکل شوی ؤ معرفي شو.
دغه مراسم چې د دې وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي ؤ؛ د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معین مولوي عبدالسلام حقاني، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوی عارف الله عارف او د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو آیتونو په تلاوت پيل وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام معین د تقرري په اړه د عالیقدر امیرالمومنین "حفظه الله " حکم د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور له لوري قرائت شو.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله "عارف" نوي وزیر ته د بریالیتوب هیله وکړه او ویې ویل: د افغانستان د اسلامي امارت دنده کوم امتیاز نه، بلکې د خلکو د ستونزو د حل او هېواد ته د خدمت یو ستر مسئولیت دی او له همدې وجې باید په خپلو دندو کې غفلت ونکړو.
په همدې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په تشکیل کې د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام معینیت د اسلامي امارت د تګلارې پر بنسټ دی. او په دغه وزارت کې یې کار کول یو اسلامي او انساني امانت وباله.
مولوي عبدالسلام حقاني د شیخ عزیز الرحمن منصور جهادي لاسته راوړنې وستایلې او د امیرالمومنین د امر اطاعت یې واجب وباله.
د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال همدارنګه وویل: د امر بالمعروف او نهی عن منکراو د حج او اوقاف وزارتونه د خلکو د زړونو په پاک ساتلو کې ارزښتناک رول لري او په دې لاره کې د عرفان او تصوف اهمیت ډېر دی او افغانستان تل د عرفان او تصوف ټاټوبی بلل شوی دی
له بلې خوا شیخ عزیزالرحمن "منصور" عرفان او تصوف یې د اسلام دین یوه لویه شعبه وبلله او ویې ویل: ژمنه کوم چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې د ملي او اسلامي فرهنګ د ارزښتونو د ساتلو او پیاوړي کولو کې شپه او ورځ هڅه وکړم.
هغه زیاته کړه له اغیارو سره د بیګانه فرهنګ پر وړاندې د مبارزې یوه لار زمونږ یووالی دی افغانستان باید په دیني او عصري علومو کې له نړۍ سره په یو قدم وي.
دغه مراسم د خیر په دعا پای ته ورسېدل