د ټولنیزو او فرهنګي چارو رئیس: د ورزشي فعالیتونو ملاتړ کوو

د چارو اداري عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د یو پلاوي په ملتیا د بدنی روزنې، ورزش او المپیک ملي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل.
ښاغلي منصور تېره ورځ (سه شنبه) د بدني روزنې، ورزش او المپیک ملي کمېټې له عمومي رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن سره خبرو کې په هېواد کې روان ورزشي فعالیتونه وستایل او په وینا يي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې فعالیتونو ملاتړ به کوي.
ښاغلي مطمئن د کور وداني تر څنګ نننی فرصت د ورزش لپاره یو لوی نعمت وګاڼه او په وینا يي د ا.ا.ا ملاتړ د دې علت شوی چې ورزشي فعالیتونه یوازې په ښارونو او د ولایاتو په مرکزونو کې محدود نه دي پاتې شوي.
د چارو اداري عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د افغانانو تر منځ ورزش د سولې، یووالي او صمیمت ښکارندوی وباله او د ځينو ورزشي فدراسیونونو اړوند د شته ستونزو د حل په برخه کې يي د همکارۍ ژمنه وکړه.