د ولاياتو په کچه د سلګونو کسانو د رقابتي ازموينې نظارت او څارنه ترسره شوه

 

د ا.ا.ا د چاور ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د روان کال له پيل راهيسې د وزارتونو او جانبي واحدونو لپاره د ۹۳۲ ملکي بستونو لپاره د ۶۰۳۴ تنو د رقابتي ازموينې غوښتنليکونه او د اعلان شويو بستونو د ګومارنې نظارت کړی دی.

دغه اعلان شوي بستونه چې په کې د عامې روغتیا، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، عدلیې، پوهنې، کانونو او پټرولیم، ټولګټو، سرحدونو او قبایلو، کار او ټولنیزو چارو وزارت د خدماتو پوستونو، د امنیه قوماندانیو د ملکي بستونو، ښاروالیو، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د احصایې او معلوماتو او د ولایتونو د مقام دفتر اړوند ریاست د منځنۍ کچې مدیریت (درېیم او څلورم)، د ورودي کچې (پنځم او شپږم مسلکي بستونو)، (اووم او اتم) خدماتي بستونو د ترلاسه کولو لپاره رقابت کړی دی.

د ګومارنې په بېلابېلو پړاوونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي متخصصینو له نږدې د یادو کسانو د ګومارنې د بهیر نظارت وکړ او دغه راز یې د پروسې د شفافیت لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوو د برابرولو په ترڅنګ مسلکي مشورې هم وړاندې کړې.

همدا راز د هېواد په (۷) ولایتونو کې د جانبي واحدونو اړوند د عامې روغتیا، پوهنې، سرحدونو او قبایلو چارو، د کار او ټولنیزو چارو، ټولګټو وزارتونو، د امنیه قوماندانۍ ملکي بستونه، د پوهنتونونو ریاستونه د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې او د احصایې او معلوماتو ادارې اړوند ۱۰۰ بستونه چې د منځنۍ کچې مدیریت (درېیم او څلورم)، د ورودي کچې (پنځم او شپږم مسلکي بستونه) او خدماتي (اووم او اتم) بستونه پکې شامل دي، ازاد رقابت ته وړاندې شوي، چې اوس د اعلان په پړاو کې دي.