د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو معين د معرفۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات د طبيعي سرچينو معين د معرفۍ غونډه نن د يکشنبې په ورځ د ربيع الاول په ۱۳ مه نېټه ددې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د ا.ا.ا د چارو ادارې د مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني په ګډون، د کرنې او مالدارۍ وزير، معينانو او يو شمير نورو چارواکو ګډون کړی و.
غونډې ته په لومړنۍ وينا کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معين مولوي فضل الباري فضلي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د حکومت د ملا د تير حيثيت لري او له نوي معين څخه يې د ښه خدمتونو ترسره کولو هيله څرګنده کړه.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري وويل چې د مشرتابه له لوري ورسپارل شوی مسؤليت به په ښه توګه اداء کوي او د نوي معين ټاکنې ته په اشارې يې وويل چې له دې معلوميږي چې د پخوا په نسبت موږ په ښه لور روان يو.
ښاغلي عمري وويل چې تر دې وړاندې د کرنې په برخه کې لګښتونه شوي دي مګر کومه لاسته راوړنه يې نه ده لرلې او هوډ يې څرګند کړ چې له دې وروسته به د کرنې په برخه کې زيات کار وکړي تر څو په همدې برخه کې افغانستان په ځان بسيا واوسي.
د معرفۍ دې غونډې ته په وينا کې د ا.ا.ا د چارو ادارې مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني وويل چې په يوه داسې غونډه کې ګډون لري چې د هيواد د ښېرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې يو نوی شخصيت معرفي کيږي.
غونډې ته په وينا کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو مرستيال معين مولوي باز محمد فيضان وويل چې اسلامي نظام په ډېرو قربانيو قايم شوی دی چې بايد ساتنه يې وکړو، نوموړي هوډ څرګند کړ چې اسلامي امارت به د نظام د پرمختګ او ولس د ښېرازۍ لپاره په ښه توګه خپل مسؤليت اداء کړي.
دا غونډه د ياد وزارت مرستيال مولوي صدراعظم په دعا سره پای ته ورسېده.