د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د خصوصي پوهنتونونو له استازو سره وليدل

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن د ربيع الاول په ۱۳ مه نېټه د يکشنبې په ورځ د خصوصي پوهنتونو او تحصيلي موسسو له استازو سره وکتل او په يو شمير موضوعاتو يې بحث وکړ.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي مؤسساتو په ستونزو او مشکلاتو او د تحصيلي بنسټونو په غوره مديريت خبرې وشوې.

په پيل کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې اجرائيه رئيس استاد عبدالله (عبدالبر) د خصوصي پوهنتونونو د استازو په استازيتوب خبرې وکړې او د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې د يو شمير مقرراتو، قوانيونو او لائحو د تعديل غوښتنه وکړه.

ورپسې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او استازو په خپلو خبرو کې د تقنیني اسنادو او د لوړو زده کړو وزارت له ریاستونو سره د کاري اړیکو د څرنګوالي، همکارۍ او همغږۍ زياتولو غوښتنه وکړه

په غونډه کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د پوهنتونونو د استازو د ستونزو اورېدو وروسته په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو له مسؤلينو د عامه ذهنيت د روښانولو، لوړو زده کړو د معياري کولو او زده کړو ته د ځوانانو راجلبولو سپارښتنه وکړه.
ښاغلي منصور د خصوصي پوهنتونونو له استازو وغوښتل چې د پوهنتونونو ښوونيز بهير دې لا پياوړی کړي او په خپلو اړوندو تحصيلي ادارو کې دې د لوړو زده کړو وزارت اصول مراعت کړي.
نوموړي وویل چې د خصوصي پوهنتونونو ادارې دې پوهنتونونو ته د ځوانانو په راجلبولو او له هيواد څخه د کدرونو د وتلو د مخنيوي لپاره کار وکړي.

مولوي عبدالباقي منصور د پوهنتونونو استازو ستونزو ته د رسيدګۍ په اړه وويل چې د پوهنتونونو د ستونزو حل په اړه به لازم اقدامات وکړي او د خصوصي زده کړو او د حکومت د خصوصي سکټور ترمنځ به واټن راکم کړي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.