تېره اونۍ کې د ملکي خدمتونو سلګونه کارکوونکي وروزل شول

د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په ۵ ولایتونو سمنګان، لغمان، کندز، کاپیسا او بغلان کې د ملکي خدمتونو سلګونو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د چارو ادارې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وايي، ټول ټال ۳۶۴ کارکوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړ.
په دغو پروګرامونو کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له خوا جوړ شوي وو، د جانبي واحدونو رئیسانو هم پکې ګډون کړی وو.
دې پروګرامونو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د تقنیني اسنادو د پوهاوي، د اداري مکتوبونو د لیکلو د ډول، د اداري مراسلاتو لارښود او د اجرااتو د ارزونې د کړنو د څرنګوالي په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د دې روزنیزې لړۍ ګډونوالو چې په دې وروستيو کې یې د يادو ولايتونو د ادارو په جانبي واحدونو کې په دندو ګمارل شوي، د دا ډول پروګرامونو ترسره کول ګټور وبلل او د دا ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه يې وکړه.