د چارو ادارې لوی رياست اداري غونډه وشوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د ربيع الاول په ۱۲ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رياست معاون مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.

دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د چاور ادارې لوی رياست معاون مولوي عبدالسلام حقاني اصلاحي وينا وکړه.

 

ددې اونۍ په اداري غونډه کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې په کې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د کورونو، جایدادونو د څېړنې او خونديتوب ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې له فتحې وروسته د ځینو ملکیتونو او وسایطو اړوند عريضې وڅيړي‌.

 

همدا راز د بهرنيو اړيکو رياست، ترانسپورت رياست، خدماتو رياست، تدارکاتو رياست او ټکنالوژۍ رياست څخه يو پلاوی تشکيل شو چې د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو ادارې، د پارلماني چارو وزارت په شمول د يو شمير مدغم شويو ادارو پاتې شوي توکي او وسايطو د ساتنې لپاره دې طرحه جوړه کړي.

په غونډه کې د چارو ادارې ته د نورو دولتي وزارتونو او ادارو له لوري د رالېږل شويو اسنادو او وړانديزونو د څېړلو په چټکتيا هم بحث وشو او اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه وشوه تر څو د اسنادو چارې په ښه توګه او لږ وخت کې وڅيړي. 

د چارو ادارې دا اونيزه غونډه، هيواد، ولس او د نظام پرمختګ او بقا ته په دعا سره پای ته ورسېده.