د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د کابل ښار د ځینو ناحيو له استازو سره غونډه وکړه

 

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن چهارشنبه ( د ربيع الاول په ۸مه) د کابل ښار د ۱۹، ۲۰ او ۲۲ ناحيې ګذر وکيلانو، علماوو، متنفذينو او ځوانانو سره د همغږۍ او ځينو ستونزو د حل په موخه ولیدل.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قران عظيم الشان په تلاوت پيل او له هغې وروسته د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د سمون رئيس مولوي محمد ناصر کبيري د ګذر وکیلانو د دندو او مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې.
له ښاغلي کبيري وروسته د کابل ښار درېواړو ناحيو په استازيتوب ګذر وکيلانو خبرې وکړې، د يادو ناحيو بېلابېلې ستونزې يې شريکې کړې او له مسؤلينو څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
دوی په خپلو غوښتنو کې د يادو ناحيو د سرکونو پخول، نړېدلو پلچکونو د جوړښت، زراعتي ځمکو ته د اوبو د اسانتياوو برابرولو، د مدرسو تقويه کولو، په ښوونځيو کې د ښوونکو د زياتوالي او تعميرونو جوړښت، د شفاخانو او تفريحي سيمو جوړول او ځوانانو ته د کار پيدا کول وو.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د يادو ناحيو استازو ستونزو ته د رسېدګۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هوډ لري چې خپل ولس ته په ستونزو کې رسيدګي وکړي او په ښه توګه خدمات ورته وړاندې کړي.
ښاغلي منصور غونډې ته په وينا کې وويل چې په ناحيو کې موجود مسؤلين د اسلامي امارت استازي دي او تاسو هر وخت کولی شئ چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړئ.
مولوي عبدالباقي منصور د يادو ناحيو د ګذر وکیلانو او علماءکرامو څخه وغوښتل چې په خپلو ناحيو کې د بشري مرستو د ويش په اړه مستحق کسان په نښه او نوملړ يې اړوندو مسؤلينو ته وسپاري او زياته يې کړه چې د بشري مرستو په ويش کې دې له خپلوۍ او ملګرتيا پالنې ډډه وشي.
نوموړي د ګذر له وکيلانو وغوښتل، چې د خپلو اړوندو ناحيو له اوسېدونکو سره دې له نړدې په اړيکه کې اوسي او د هغوی د ستونزو په حل کې دې ورسره په مخلصانه توګه مرسته وشي.
دا غونډه، د ولس د ښېرازۍ او د افغانستان ټولنيز پرمختګ ته په دعا سره پای ته ورسېده.