د کابینې ۹مه غونډه؛ د اصنافو نوی نورم تصویب شو

د روان کال د کابینې په نهمه غونډه کې د مالیاتو د راټولولو لپاره د اصنافو نوی نورم تصویب شو.
دغه غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزارء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربیع الاول په اوومه چې د تلې ۱۱مه کېږي، دایره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر موضوعاتو بحث وشو.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ماليې وزارت پر بنسټ د اقتصادي کمیسیون له خوا ټاکل شوی د اصنافو «دوکاندارانو او کسبه کارو» د مالیې نورم تصویب دی؛ د ماليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د همدې نورم له مخې مالیات را ټول کړي.
همدارنګه د ماليې او پوهنې وزارتونو ته دا دنده هم وسپارل شوه، چې په سرپل ولایت کې د ماليې وزارت اړوند د هغې ځمکې قضیه چې د پوهنې ریاست له لوري پکې تعلیمي ودانۍ اباده شوې، له قانوني لارو حل وفصل کړي.
په دې غونډه کې د نورستان ولایت مرکز ته د برېښنا د تولید او توزیع اړوند چارو په تړاو د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د دې اونیزې ناستې بله پرېکړه دا وه، چې اقتصادي کمیسیون باید د لویو قراردادونو د څېړنې پلاوي له لوري د ابو او نرژۍ او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو د نهو قراردادونو په ګډون د لویو قراردادونو راپورونه واوري، د قبلېدو وړ نظرونه يي تائید او بشپړ راپور يي د تصمیم لپاره د کابینې ناستې ته وړاندې کړي.
دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.