د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان

د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست په پام کې لري چې لاندې پروژې اعلان ته وړاندې کړي. نو له ټولو واجد شرايط داوطلبانو څخه هيله کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي او د شرائطو پاڼه د تدارکاتو رياست او يا هم د چارو ادارې له ويب پاڼې ترلاسه کړي.
خپل وړانديزونه دې د شرايطو مطابق له شرط پاڼې او د تدارکاتو له طرز العمل سره يو ځای د خپراوي له نيټې د ۴/۴/۱۴۴۴ هـ ق مطابق 08/08/1401 د ورځې تر لسو بجو پورې د چارو ادارې د تدارکاتو د پخواني تعمير ( تعمير معدن) په احاطه کې د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پروژې:
د دوه ډوله تېلو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ نېټه 4/4/1444 مطابق 8/8/1401
د افر د تضمين په توګه:( 372000) درې لکه دوه اويا زره افغانۍ
يادونه: د ناوخته او انټرنېټ له لارې وړانديزونه د قبول وړ نه دي.