د چارو ادارې لوی رئيس او کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معين ترمنځ ناسته وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور او کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معين مولوي عبدالحق اخند تر منځ د معلوم الحال حقوقي او جنايي بنديانو د طرحې اړوند ناسته وشوه.
دغه ناسته چې نن د دوشنبې په ورځ د ربيع الاول په ۶ مه نېټه د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نور الحق انور په دفتر کې ترسره شوه، په کې د روان کال د کابينې اوومې غونډې د دوهمې پرېکړې په اړه خبرې وشوې.
په غونډه کې د پخوانيو حقوقي او جنايي زندانيانو په اړه بحث وشو او په هغه طرحه خبرې وشوې چې په دې اړه د بېلابېلو وزارتونو له لوري کتل شوې او له نظرونو سره دې مجلس ته د توحيد لپاره ليږل شوې وه.
بايد وويل شي چې دا د پخوانيو معلوم الحال مجرمينو اړوند طرحې په اړه د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه، کورنيو چاور وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معينت، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ دريمه ناسته وه او په راتلونکې کې هم په دې اړه د نورو ناستو خبره وشوه، ترڅو ياده طرحه بشپړه او د تصويب لپاره يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.