د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د ربيع الاول په ۴ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د چاور ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور اصلاحي وينا وکړه.
ددې اوونۍ په اداري غونډه کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې په کې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د پلازمينې کابل په ګډون په نورو بېلابېلو ولايتونو کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند موقعيتونو د ساتنې او مراقبت او همدا راز په دغو ساحو کې د پروګرامونو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
په دغه اوونيزه ناسته کې د چارو ادارې فرهنګي رياست، مالي رياست، حفظ او مراقبت رياست څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د چارو ادارې اړوند ساحې تثبيت او د هغې څخه د ګټې اخيستنې د څرنګوالي، حفظ او مراقبت په اړه راپور د چارو ادارې ته وسپاري.
د چارو ادارې دا اوونيزه غونډه چې د هرې شنبې په ورځ د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړيږي، هيواد، ولس او د نظام پرمختګ او بقا ته په دعا سره پای ته ورسېده.