د کابینې ۸مه غونډه؛ د شل کلن جهادي بهير د خونديتوب لپاره کړنلاره جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په اتمه غونډه کې د تېر شل کلن جهاد د تاریخی ارزښت لرونکو اثارو د خوندیتوب لپاره د کړنلارې اړوند بحث وشو.
دغه غونډه چې د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د روان کال د صفرالمظفر په ۲۹مه وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا اړوند خبرې وشوې.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د امریکايي اشغال پر و ړاندې د شل کلن جهادي بهیر د اتلولیو، کارنامو، د دښمن د جنایاتو او نورو تاریخي ارزښت لرونکو اثارو د خوندیتوب لپاره کړنلاره برابره او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د تېر رژیم د چارواکو د کورونو او جایدادونو اړوند د تحت تامین کړنلارې اړوند د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ نورالحق انور په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست څارنوال عبدالولي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي او د استخباراتو د استازي په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د چارو ادارې له لوري د تحت تامین برابره شوې کړنلاره په دقت وګوري او له اړینو ا صلاحاتو وروسته يې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابینې په دې ناسته کې د ا.ا.ا سیاسي کمیسیون ته دا دنده وسپارل شوه، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټاکل شوي پلاوي له خوا د وسلو ساتلو او ګرځولو د جواز کړنلاره د اړونده ادارو مکلفیتونو ته په کتلو سره وڅېړي او له کتنې او اصلاح وروسته يې د تصیمم لپاره کابینې ته وړاندې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دا ناسته چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د خیر په دعا پای ته ورسیده .