د چارو اداري اوونيزه غونډه؛ په چارو کې د اسانتياوو او اداري پروسو د ساده کولو په اړه خبرې وشو
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن د شنبې په ورځ (د صفر المظفر په ۲۷ مه نېټه) ددې ادارې د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوکې د چارو ادارې لوی رياست بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه چې په کې په يو شمير موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د مالي اسنادو د تصفيې په اړه د خنډونو د له منځه وړلو او ددې بهير د چټکتيا په اړه بحث وشو او د اداري چارو د پروسو د ساده کولو رياست په مشرۍ، د تدارکاتو، ترانسپورت، مالي او خدماتو رياستونو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د مالي اسنادو د ژر تصفيې په اړه کړنلاره جوړه کړي.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست مالي رياست ته د اسنادو د ارشيف لپاره د موقعيت برابرولو په اړه د خدماتو رياست او مالي معاونيت پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو مالي رياست ته د اسنادو د ارشيف لپاره مناسب موقعيت برابر کړي.
په دې اوونيزه غونډه کې د چارو ادارې د نويو مؤظف شويو کارمندانو لپاره د بانکي حسابونو په پرانستلو هم خبرې وشوې، ترڅو وکولی شي په اسانه توګه خپل مياشتنی معاش د بانک له لارې ترلاسه کړي.
د چارو ادارې اداري غونډه چې د هرې شنبې په ورځ ددې ادارې د غونډو په تالار کې جوړيږي، هيواد، ولس او د نظام پرمختګ او بقا ته په دعا سره پای ته ورسېده.