د خوراکي او مشروبي توکو د تدارکاتو خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د يو شمير خوراکي او مشروبي توکي د داوطلبۍ لپاره اعلان ته وسپاري، نو په همدې اساس په شرائطو برابر د داوطلبی ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلی.
داوطلبان کولی شي چې د يادې پروژې د قراردادونو اسناد د چارو ادارې لوی ریاست له ویب سایټ څخه ترلاسه کړي او د داوطلبۍ اسناد د شرائطو او تدارکاتي طرز العمل سره سم د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۹/۳/۱۴۴۴ نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې د تدارکاتو رياست (د وزارت معدن پخوانی تعمير) د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د افر د تضمين لپاره د ګرنټۍ په توګه (۵۴۰۰۰) څلور پنځوس زره افغانۍ کېښودل.
تشخيصيه شمېره: نمبرNCB/۱۴۰۱/۰۱۲/G/AOP.
د پروژې نوم: د خوراکي او مشروبي توکو تدارکات
د افر د پرانيستې نېټه: ۱۹/۳/۱۴۴۴ د ماسپښین ۲ بجې
يادونه: له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنېټ له لارې افر د قبول وړ نه دی.