د داوطلبۍ اعلان

د قرطاسيوي توکو د تدارکاتو خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د يو شمير قرطاسيوي توکي د داوطلبۍ لپاره اعلان ته وسپاري، نو په همدې اساس په شرائطو برابر د داوطلبی ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلی.

داوطلبان کولی شي چې د يادې پروژې د قراردادونو اسناد د چارو ادارې لوی ریاست له ویبسایټ څخه ترلاسه کړي او د داوطلبۍ اسناد د شرائطو او تدارکاتي طرز العمل سره سم د اعلان له خپرېدو څخه د  ۱۹/۳/۱۴۴۴ نېټې د ماسپښين په ۲:۰۰ بجو پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې د تدارکاتو رياست (د وزارت معدن پخوانی تعمير) د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.

د افر د تضمين لپاره د ګرنټۍ په توګه (۱۳۵۰۰۰) يو لک او پنځه دېرش زره افغانۍ کېښودل.

تشخيصيه شمېره: نمبرNCB/۱۴۰۱/۰۱۱/G/AOP.

د پروژې نوم: د قرطاسيوي توکو تدارکات

د افر د پرانيستې نېټه: ۱۹/۳/۱۴۴۴  د ماسپښین ۲ بجې

يادونه: له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنېټ له لارې افر د قبول وړ نه دی.