د داوطلبۍ اعلان

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د افغانستان بانک په استازيتوب په پام کې لري چې د افغانستان د تادياتو سيستم د عمومي امريت «د اوريګل ډيټابيس سيستم» د داوطلبۍ لپاره اعلان ته وسپاري، نو په همدې اساس په شرائطو برابر د داوطلبی ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلی.
داوطلبان کولی شي چې د يادې پروژې د قراردادونو اسناد د چارو ادارې لوی ریاست ویب سایت څخه ترلاسه کړي او د داوطلبۍ اسناد د شرائطو او تدارکاتي طرز العمل سره سم د اعلان له خپرېدو څخه د 1401/07/14 نېټې د سهارتر 10:00 بجو پورې د ا.ا.ا د چارو ادارې د تدارکاتو رياست (د معدن وزارت پخونۍ ودانۍ) د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان د تادیاتو د عمومي سيسيټم «اوریکل ډیټابیس سيسټم» چمتو کول
تشخيصيه شمېره: NPD/ DAB/1401/NCS-22/NCB.
د افرپرانیستې نېټه: 14/07/1401
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک ادرس: npd.planning@aop.gov.af
يادونه: له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنېټ له لارې افر نه قبلېږي.