مولوي عبدالباقي منصور: د ملي هنرستان د ابادۍ او پرمختګ په هڅه کې يو
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور نن د يکشنبې په ورځ د (صفر المظفر په ۱۴ مه) نېټه له ملي هنرستان څخه ليدنه وکړه.
په پیل کې د ملي هنرستان رئيس محمد هاشم شارق د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس له راتګ څخه مننه وکړه او په ناسته کې يې د ملي هنرستان د اهميت، تاريخي شاليد او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په ملي هنرستان کې د هنري اثارو، پخوانيو تابلوګانو، نقاشيو، رسامۍ، خطاطۍ، کېندن کارۍ او معرق کارۍ په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د کارمندانو هڅې وستايلې او د لازمې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
بايد وويل شي چې د ملي هنرستان امريت يو له دولتي فرهنګي بنسټونو څخه دی چې په ۱۳۶۲ لمريز کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د ملي هنرستان تر نامه لاندې په فعاليت پيل وکړ.
په دغه هنرستان کې د هيواد د داخلي او بهرنيو هنرمندانو بېلابېل اثار ساتل کيږي او نندارې ته وړاندې کيږي.